د ایران د مجلس رییس محمدباقر قالیباف په امریکا کې د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د ډیموکرات ګوند د بریا په غبرګون کې ویلي، چې امریکایي وګړو جګړې ته «نه» ویلي دي.
قالیباف پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «که د وجدان له مخې وي او که د ژوند د لګښتونو له امله، امریکایانو جګړې ته نه ویلي دي.»
قالیباف، چې له امریکا سره د ایران د مستقیمو مذاکراتو مشري یې کوله، زیاته کړې: «موږ د دې پیغام ملاتړ کوو.»
هغه د ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترمنځ د نږدې اړیکو له مستقیم یادولو پرته، په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د «خلکو له غوښتنو سره د حکومت خیانت» او «باج اخیستونکو ته د تسلیمېدو» پایله بللې ده.
قالیباف لیکلي: «که د امریکا حکومت د نړیوالو بادارانو او باج اخیستونکو د خدمت لپاره د خپلو خلکو له غوښتنو سره خیانت وکړي، نو پوه به شي چې زموږ د نه ځواب به ورته په یوه وېروونکي خوب بدل شي.»
په امریکا کې د منځمهالو ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده او تر دې مهاله ډیموکرات ګوند د سنا مجلس ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړې دي، چې د اکثریت له اړینې شمېرې (۵۱ څوکیو) څخه دوه زیاتې دي.
د استازو مجلس پایلې لا نه دي بشپړې شوې؛ خو لومړنۍ شمېرنې ښيي چې ډیموکرات ګوند په دغه مجلس کې هم مخکې دی او تر اوسه یې ۱۹۵ څوکۍ خپلې کړې دي، په داسې حال کې چې د جمهوري غوښتونکو ۱۱۰ څوکۍ تثبیت شوې دي.
د ډونالډ ټرمپ شخصي سیاستونه، له ایران سره جګړه او د توکو د بیو لوړېدل، چې پر ایران د امریکا له برید او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته یې د امریکایانو پر ژوند اغېز کړی، د رایهورکوونکو د پرېکړو د بدلون له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
