د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو لپاره «تخنیکي خبرې» تایید کړې

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز تایید کړې چې دغه هېواد له طالب چارواکو سره د هغو افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه «تخنیکي خبرې» کوي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۱۱مه، د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي: «موږ هڅه کوو چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړو چې په فرانسه کې په ناقانونه توګه اوسېږي. دا تخنیکي خبرې دي.»

هغه زیاته کړې: «نور هېوادونه هم دا کار کوي؛ د بېلګې په توګه، جرمني هم په دې برخه کې خبرې کوي.»

لوران نونز ویلي، په فرانسه کې د افغان کډوالو «یوه مشخصه ډله» ښايي د عامه نظم لپاره ګواښ وي او په وینا یې، لومړیتوب یې دا دی چې د دغو کسانو د ایستلو زمینه برابره کړي.

د فرانسې خبري اژانس د لومړي ځل لپاره د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د فرانسې حکومت افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته لېږلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې دغه خبرې تایید کړې دي.

د فرانسې د پارلمان یوې غړې لئا بالاژ پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام له داسې رژیم سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د عادي کولو پیل دی چې د بشریت پر ضد جرمونه کوي. هغې د طالبانو د ښځو پر وړاندې تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

فرانسه د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۲۰ نورو غړو هېوادونو، لکه جرمني، بلجیم او سویډن په ګډون، هڅه کوي چې د افغان کډوالو د بېرته لېږلو بهیر چټک کړي؛ په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې د محکمو له‌خوا محکوم شوي دي.

د روان میلادي کال په جون میاشت کې د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵ غړو هېوادونو استازو په بروکسل کې د طالبانو له یوه پلاوي سره په دې اړه لیدلي او خبرې یې کړې وې. دغه پلاوی د اروپايي کمېسیون په بلنه بروکسل ته تللی و.

د طالبانو د پلاوي دغه سفر له پراخو نیوکو سره مخ شو او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بشري حقونو فعالانو دغه هېوادونه د خپلو ژمنو په ماتولو او له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو تورن کړل.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د کډوالو د ایستلو بهیر ودروي او د «جبري بېرته نه ستنولو» اصل ته ژمن پاتې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته