د امریکا د کانګرس لږ تر لږه ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزارتونو غوښتي چې افغانستان او ایران ته د کډوالو د ایستلو الوتنې لغوه کړي.
دوی د یوې ګډې لیکنې له لارې چې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) یې لیکلې، خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي او د ځورونې، شکنجې او ان وژل کېدو لامل یې شي.
د امریکا د استازو جرګې غړو سکاټ اېچ پیټرز، جېمي راسکین او خوان وارګاس، او د سنا جرګې غړو جک ریډ، مارک کېلي او ادم بي شیف دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین ته استولی دی.
د لیک لاسلیک کوونکو د هغو راپورونو په حواله چې ښايي په راتلونکو ورځو کې له ۱۵۰ ډېر افغان وګړي له امریکا وایستل شي، ویلي چې په پام کې نیول شویو کسانو کې ښايي د هغو کسانو خپلوان هم شامل وي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
دوی دغه اقدام له هغو کسانو سره د امریکا د ژمنو او اخلاقي مسوولیتونو «سرغړونه» بللې چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل او د کورنیو ژوند له خطر سره مخ کړی و.
د لیک لاسلیک کوونکو ویلي چې افغانستان لا هم د هغو کسانو لپاره «خطرناک» هېواد دی چې له امریکایي حکومت او پوځي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده او ډېری دغه کسان د بېرته ستنېدو په صورت کې د ځورونې، تعقیب، شکنجې او یا مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.
هغوی همدارنګه په افغانستان کې د ښځو، د طالبانو د سیاسي مخالفانو او د جنسي لږکیو وضعیت ته اشاره کړې او د دې په اړه یې اندېښنه ښودلې چې ښايي د ایستل کېدونکو کسانو په ډله کې ښځې او نور زیانمنونکي کسان هم شامل وي.
په دغه لیک کې ایران ته د ښځو، نويو عیسویانو او د ډیموکراسۍ د فعالانو په ګډون د ایراني وګړو د احتمالي شړلو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې ده.
د لیک لاسلیک کوونکو ایران ته د دغو کسانو بېرته ستنول، په داسې حال کې چې هلته پوځي نښتې روانې دي او د واکمن نظام د مخالفانو ځپل دوام لري، «د منلو وړ نه دي» بللي دي.
دوی همدارنګه له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د طالبانو لاس ته په سپارلو کې همکاري ونه کړي.
د امریکا د کانګرس غړو په خپل ګډ لیک کې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې هغه چارواکي چې د کسانو په سپارلو او شکنجه کولو یا وژل کېدو کې ونډه ولري، ښايي د امریکا د بشري حقونو له بندیزونو سره مخ شي.
دوه ورځې وړاندې هم، وروسته له هغې چې پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو خبرونه خپاره شول، د امریکا یو شمېر سناتورانو د افغان کډوالو ایستل «بېرحمانه اقدام» او د امریکا له متحدینو سره «خیانت» بللی و او د ډونالډ ټرمپ د حکومت د دې پرېکړې پر وړاندې یې د کانګرس د درېدو غوښتنه کړې وه.
د نیوهمپشایر ایالت سناتورې جین شاهین، د ډیلاویر ایالت سناتور کریس کونز، د کنېټیکټ ایالت سناتور ریچارډ بلومنتال او د ویرجینیا ایالت سناتور ټیم کېن په جلا جلا پیغامونو کې پاکستان ته د افغان کډوالو د ایستلو د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی و چې د امریکا حکومت په لوېزیانا ایالت کې له ۱۵۰ ډېر افغان پناهغوښتونکي نیولي او پلان لري چې د پاکستان د حکومت په همکارۍ یې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې له امریکا وباسي.
