د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ډلې د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست مسوولینو د موسیقۍ ۶۵۰ د غږولو او خپرولو وسایل سوځولي دي.
ګربز نن (چهارشنبه، د لړم ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د موسیقۍ د وسایلو ترڅنګ یې یو شمېر اورلوبې او پټاقۍ هم له منځه وړې دي.
هغه زیاته کړې، چې سوځول شوي ۶۵۰ د موسیقۍ وسایل په تېرو څلورو میاشتو کې د خوست له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه راټول شوي وو.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د موسیقۍ په ګډون بېلابېل هنري فعالیتونه حرام او منع اعلان کړي دي. دغه ډلې یوازې د خپلو ستایونکو شعرونو او نعتونو ویل روا بللي دي.
د طالبانو د امربالمعروف محتسبین په ټول هېواد کې د موسیقۍ د غږولو او خپرولو وسایل راټولوي. د دغو ماموریتونو پر مهال یې څو ځله د خلکو د ودونو پر مراسمو هم له وسلهوالو کسانو سره بریدونه کړي، چې په ځینو مواردو کې یې د نښتو ترڅنګ د مرګژوبلې پېښې هم رامنځته کړې دي.
د بېلګې په توګه، تېره اوونۍ راپور ورکړل شو، چې د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ په یوه واده کې د موسیقۍ د بندولو لپاره د طالبانو له مداخلې وروسته نښته شوې وه، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.
د دغې پېښې له رسنیز کېدو اته ورځې تېرېږي، خو طالبانو لا هم په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.
