close
Photo: UN

د دوحې د غونډې پای؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله: له طالبانو سره خبرې صريحې او ګټورې وې

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې رزماري ډي کارلو د دوحې د درېيمې غونډې په پای کې چې د طالبانو په ګډون سره جوړه شوې وه، له دې ډلې سره خبرې «صريحې» او «ګټورې» بللې دي.

اغلې ډي کارلو نن مازيګر (يکشنبه، ۱۱ د چنګاښ) په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې دا لومړی ځل و چې نړيوالې ټولنې او طالبانو فرصت تر لاسه کړ تر څو په جزيیاتو له يوه-بل سره خبرې وکړي.

دې وويل چې په دې غونډه کې بحثونه «د افغانستان د خپلواکې ارزونې» د هغو ټاکل شويو لومړيتوبونو پر اساس وو چې د تېر ميلادي کال د نومبر مياشتې پر مهال د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري تاييد شوي وو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې وويل چې موږ د پايلو او د ټولو اړخونو د تهداتو په درک سره يوه پروسه پړاو پر پړاو تعقیبوو او لا هم د دې پروسې په پيل کې يو.

د اغلې ډي کارلو په وينا، د دوحې د غونډې په لومړۍ ورځ د هيوادونو ځانګړو استازو او د طالبانو پلاوي خپلې هيلې بيان کړې او په دويمه ورځ هم د خصوصي سکټور او له نشيي توکو سره پر مبارزې بحث وشو.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې وويل چې په دې غونډه کې د هيوادونو ځانګړو استازو او په خپله دې د افغانستان د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د بنديزونو په تړاو خپلې ژورې انديښنې مطرح کړې.

دې ټينګار وکړ چې افغانستان نشي کولای په داسې حال کې په اقتصادي او ټولنيزه توګه او په بشپړه بڼه نړيوالې ټولنې ته را وګرزي چې نيم نفوس او ځواک يې محروم وي.

اغلې ډي کارلو زیاته کړې چې همدا راز په دې ناسته کې د هيوادونو ځانګړو استازو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر اړتيا او د لږکيو حقونو ته پر درناوي بحث کړی دی.

دې وويل چې د هيوادونو ځانګړي استازي د دوحې د بهير پر دوام يوه خوله وو او ملګري ملتونه ژمن دي چې د دې پروسې اسانچارې به مخته وړي.

نيوکو ته ځواب

په داسې حال کې چې د دوحې درېيمه غونډه د طالبانو په ګډون او د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې د استازو په غياب کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې په دې اړه نيوکو ته په اشارې سره وويل چې له دې نيوکو خبره ده او درک کوي يې.

دې زياته کړې چې د ملګرو ملتونو لپاره په سياسي او سولييزو پروسو کې د ښځو معنادار ګډون يو لارښوونکی اصل دی.

د اغلې ډي کارلو په وينا، که څه هم د افغانستان ښځو او مدني ټولنې له طالبانو سره د دوو وروستيو ورځو خبرو پر مهال ګډون نه دی کړی، خو د هغوی غږ طالبانو ته رسول شوی دی.

دې وويل: «موږ د دوحې د درېيمې غونډې د جوړولو لپاره له سخت او ښايي ناشوني انتخاب سره مخ وو. زموږ ماموريت دادی چې د دې پروسې ملاتړ وکړو او زموږ باور دادی چې ډي فاکتو چارواکي (طالبان) او ځانګړي استازي د مستقيمو خبرو لپاره سره را غونډ کړو.»

اغلې ډي کارلو زياته کړې چې له بده مرغه طالبان په دې فرمټ کې د افغانستان له مدني ټولنې سره پر يوه ميز نه کيني، خو هغوی د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون اړتيا په وضاحت سره واورېده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې همدا راز د نيوکو يوې بلې برخې ته هم اشاره کړې چې ملګري ملتونه پکې د طالبانو په «عادي کولو» او «رسميت پيژندنې» تورن شوي وو.

دې وويل چې دا غونډه او تعاملات د طالبانو د «عادي کولو» او «رسميت پيژندنې» په معنا نه دي او هيله يې وښوده چې د دوو وروستيو ورځو خبرې به د افغانستان د ځينو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د افغانستان له ښځو او مدني ټولنې سره غونډه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې په خپل خبري کانفرانس کې وويل چې دا به سبا په دوحه کې د افغانستان له يو شمېر ښځو او مدني ټولنې سره غونډه ولري.

دې ټينګار وکړ چې د دې غونډې لپاره ځيني ښځې او نارينه له کابله دوحې ته بلل شوي، خو په دې اړه يې نور جزييات ورنه کړل.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې همدا راز وويل چې د هغو افرادو پرېکړي ته درناوی کوي چې له سبانۍ غونډې سره يې پرېکړون کړی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ښځو د حقونو او بشري حقونو فعالانو حبيبې سرابي، نبيلې صلح او زبيدې اکبر اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيالې سره «حاشيوي» غونډې ته بلل شوې دي خو په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

دوی ټينګار کړی و چې ښځې بايد د ملګرو ملتونو په اصلي غونډو کې ګډون ولري، نه په حاشيوي غونډو کې.

ملګرو ملتونو د دوحې درېيمه غونډه د طالبانو د پلاوي په حضور او د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو د استازو په غياب کې ترسره کړه چې له سختو نيوکو سره مخ شوه.

په دې غونډه کې د ۲۵ هيوادونو ځانګړو استازو، د پنځو نړيوالو سازمانونو استازو او د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ د دې ډلې يوه پلاوي ګډون کړی و.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالې ويلي چې دوی په بېلابېلو برخو کې د کاري ډلو پر جوړولو هوکړه کړې ده، خو نور جزييات يې نه دې ورکړي.