اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د جلا خپلمنځي شخړو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی نعمت الله وایي، تېره ورځ (دوشنبه، ١١ د چنګاښ) مازدیګر ناوخته د دغه ولسوالۍ اړوند «وزیرو تنګي» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی چې له کبله یې د محمد داوود په نامه یو ۳۰ کلن کس وژل شوی دی.
هغه زیاتوي یادو کورنیو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي.
په ورته مهال یوې بله پیښه کې چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار اړوند «قصبې» سیمه کې رامنځته شوې د دوو کورنیو په خپلمنځي شخړه کې دوه ځوانان د چاقو په ګوزارونو ټپیان شوي دي، چې ډاکټرانو یې وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
له دې یوه ورځ وړاندې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند «د قلعه چمیار» سیمه کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له کبله د يوې کورنۍ درې کسان وژل شوي وو او د مقابلې کورنې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه نور ټپیان شوي وو.
ننګرهار او لغمان ولایتونو کې په دې وروستیو کې د کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړې زیاتې شوي، چې عام خلک یې په مخنیوي طالبان پاتې بولي.