close
Photo: Sent to Etilaatroz

طالبانو په کابل کې د شيعه ګانو يو مسجد تړلی او د لسګونو کورونو د تخليې امر يې کړی

اطلاعات روز: سرچينې وايي چې د طالبانو عدليې وزارت د کابل ښار د شپږمې ناحيې په سناتوریم سیمه کې د لږ تر لږه ۱۰۰ کورونو د تخليې غوښتنه کړې او ويلي يې دې چې دا کورونه پر غصب شوې دولتي ځمکه جوړ شوي دي.

له موضوع يوې باخبره سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د طالبانو عدليې وزارت تر اوسه په دې ساحه کې د شيعه ګانو يو مسجد مهرولاک کړی او ويلي يې دې چې دا مسجد پر غصب شوې ځمکه جوړ شوی و او لمونځ کول پکې روا نه دي.

د سرچينې په وينا، د سيمې خلګو د دوشنبې په شپه (۱۱ د چنګاښ) لمونځ له مسجده دباندي کړی او خپل عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي. طالبان له همدې امله غوسه شوي او ملا امام او يو څو تنه لمونځ کوونکي يې نيولي دي.

يوه بله سرچينه وايي چې د سيمې د خلګو استازي له يو څو نورو کسانو سره يو ځای ورک دي. د دې سرچينې د ادعا له مخې، د سيمې اوسېدونکي د طالبانو د عدليې وزارت د سرپرست په شخصي زندان کې دي.

د سرچينو په وينا، د سناتوريم اوسېدونکي د خپل ملکيت په اړه شرعي او عرفي سند لري، خو د طالبانو عدليې وزارت وايي چې دا اسناد جعلي دي.

يوې سرچينې زياته کړې چې اوس مهال موضوع د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوې ده.

دې سرچينې زياته کړې چې د ده له معلوماتو سره سم، تر دعوې لاندې ځمکه پخوا تبادله شوې ده.

د سرچينې په وينا، د سيمې خلګو دا ځمکې د حسن علي په نوم له يو چا اخيستې دي.

تر دعوې د لاندې ځمکې دقيق مساحت معلوم نه دی. يوې سرچينې ويلي چې په سیمه کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ کورونه شته. يوه بله سرچينه وايي چې په دې ساحه کې شاوخوا ۸۰ کورونه اباد دي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال د طالبانو د عدليې وزارت وياند ته پيغام پرېيښی، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ويلی.