close

ګارډين او رخشانه رسنۍ وايي چې د طالبانو په زندان کې يې پر يوې ښځې د ډلييز جنسي تېري ويډيو ليدلې ده

اطلاعات روز: ګارډين او رخشانې رسنۍ راپور ورکړی چې داسې ويډيو يې ليدلې ده چې پکې ليدل کېږي پر يوې ځوانې ښځې د طالبانو په زندان کې د وسلوالو کسانو له لوري «جنسي تېری» کېږي او «شکنجه» کېږي.

دې دوو رسنيو په دې اړه خپل راپور نن (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) خپور کړی او ويلي يې دې، داسې ښکاري چې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو او نجونو د جنسي تېري د پراخو ادعاوو په تړاو دا ويډيو د دغسې جناياتو د پېښېدو لومړنی مستقيم مدرک دی.

د دې رسنيو د راپور پر بنسټ، دا ويډيو په ګرځنده ټليفون اخيستل شوې او د قرباني تر ازادۍ او له افغانستانه تر وتلو وروسته ورته ليږل شوې ده.

دې ځوانې ښځې ويلي چې د طالبانو پر خلاف د عمومي اعتراض پر مهال د دې ډلې له خوا نيول شوې او وروسته پرې جنسي تېری شوی دی.

دې زياته کړې چې کله له افغانستانه ووتله او دويم ځل يې د طالبانو پر خلاف اعتراض وکړ، هغوی ورته دا ويډيو ليږلې او ګواښلې يې ده چې که خپل اعتراض ته دوام ورکړي، دا ويډيو به يې کورنۍ ته ولېږي او پر ټولنيزو رسنيو به يې خپره کړي.

د ګارډين او رخشانې رسنيو په راپور کې ويل شوي چې په دې ويډيو کې دې ځوانې ښځې ته ويل کېږي چې خپلې جامې وباسي او وروسته د دوو نارينه‌وو له لوري څو ځلې جنسي تېری پرې کېږي.

د دې رسنيو د راپور پر بنسټ، ځوانه ښځه هڅه کوي چې خپل مخ په لاسونو پټ کړي، خو يو تېريګر يې لاس تر شا نيسي او اړه کوي يې چې کيمرې ته وګوري.

په دې راپور کې ويل شوي چې د ويډيو په يوه برخه کې تېريګر نارينه د تېري قرباني ښځې ته وايي: «په دې تېرو کلونو کې له تاسو سره امريکايان څملاستل، اوس زموږ نوبت دی.»

ګارډين او رخشانې رسنيو ويلي چې له دې ښځې په داسې حالت کې فلم اخيستل شوی چې لوڅه او د پيژندنې وړ ده.

دې ښځې دې رسنيو ته ويلي چې تيريګرو ترې قصدا دا فلم ثبت کړی، تر څو د دې د چوپولو او شرمولو لپاره ترې استفاده وکړي.

ګارډين او رخشانې رسنيو ويلي چې له څو نورو معترضو ښځو سره يې هم خبرې کړې دي او هغوی ويلي چې تر نيول کېدو وروسته د طالبانو له لوري شکنجه او وهل شوې دي.

دې رسنيو په دې لړ کې له ظريفې يعقوبي او پروانې ابراهيم‌خيل سره هم خبرې کړې دي، هغوی ويلي چې د طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته شکنجه او وهل شوې دي.

دوی ويلي چې طالبانو په کيبلونو د بدن پر داسې برخو وهلې دي چې تر خوشي کېدو وروسته يې کيمرو ته ونشي ښودلای.

پر افغانستان د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د دې ډلې په زندانونو او توقيف ځايونو کې پر ښځو او نجونو د جنسي تېري پراخې ادعاوې مطرح شوې دي، خو د دې ډلې چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.