close

په سمنګان او ننګرهار کې د دریو ترافیکي پیښو له امله شپږ تنه مړه شول

اطلاعات روز: په سمنګان او ننګرهار کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله شپږ تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

سمنګان کې د طالبانو د پولیسو ویاند حشمت الله رحماني وایي، تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پیښو له امله پنځه تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.

نوموړی زیاتوي، چې لومړۍ پیښه د بلخ-سمنګان لویې لارې په اوږدو کې د «غندولاګا» په سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې څلور تنه مړه او یو ټپي شوی دی.

د رحماني په وينا، يو کرولا ډوله موټر چې له بلخ څخه د سمنګان ولايت پر لور روان و، د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله له سړک څخه اوښتی دی.

ورته مهال د سمنګانو-بغلان د لویې لارې اړوند د لرګي پلورنځي په سيمه کې یو موټرسايکل د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر سره ټکر کړی، چې په ترڅ کې موټر سایکل چلونکی مړ شوی او د ۵۸۰ ډوله موټر سپرلۍ ته زيان نه دى رسیدلی.

دغه راز ننګرهار کې د طالبانو مسوولین وايي، د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون درې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د چنګاښ) مازدیګر ۰٥:۳۰ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «نملې» سیمې ته څېرمه د یوه کرولا موټر او موټر سایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره چې پېښه کې موټر سایکل چلوونکي ژوند بایللی او د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه نور ټپیان دي.

د زابلي په وینا، د پېښې ټپیان د خوږیاڼو روغتون ته لېږل شوي او تر درملنې لاندې دي.

هغه د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتیاطي یادوي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې تر ډیره یې لاملونه، د لارو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې‌ احتیاطي بلل کېږي.