close

کونړ کې د ورښتونو او سیلابونو له امله یوه مېرمن او یو ماشوم مړه شول

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک وايي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد او ولسوالیو کې د ورښتونو او راوتلو سیلابونه له امله یوه مېرمن او یو ماشوم مړه شوي او ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

ځايي خلک وايي، سیلابونه نن (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د کونړ په مرکز اسعد اباد، شیګل او نرنګ ولسوالیو کې راوتلي دي.

د سیمې اوسېدونکی هارون وايي، د یوې مېرمنې او یوه کوچنی ماشوم جسدونه د اسعد اباد اړوند د «ملکي» سیمې په یوه خوړ کې چې سیلاب راوړي وو، موندل شوي او اوس د کونړ په ولایتي روغتون کې دي. 

خلک زیاتوي، ورښتونو او سیلابونو د سیمې د خلکو کورونه، سړکونه، ویالې، فصلونه تخریب او ګڼ نور درانه مالي زیانونه یې هم رسولي دي.

هڅه مو وکړه، چې کونړ کې د سیلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د سیمه ییزو مسوولینو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د کونړ په مرکز او ګڼو لېرې پرتو ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو او زیانمنې کورنۍ شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت ورسره تر اوسه لازمې مرستې نه دي کړي.