اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عزیزالله په نوم کس خپل نږدې ملګری د دې امله وژلی چې پر نوموړي یې «ټوکې» کړې دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې وژل شوی کس ملک رنګین خان نومیده او نن (دوشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «ګنج» سیمه کې د خپل ملګري له لوري په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې ملک رنګین خان له کوم چا سره شخصي دښمني نه درلوده او تل یې د خپلو ملګرو سره نږدې اړیکې پاللې او د وژنې لامل یې ټوکې ټکالې بلل شوي دي.
دغه راز کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین پېښه تاییدوی او زیاتوي، چې د ملک رنګین خان په قتل تورن کس یې نیولی او د څیړنو له بشپړېدو وروسته به یې خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.
ځایې امنیتي مسوولین زیاتوي، چې د ملک رنګین او ملګري ترمنځ یې مسئله وروسته له هغې په تاوتریخوالي اوښتې چې یو پر بل یې ټوکې ټکالې کړي دي.
تر دې وړاندې هم کندهار کې د ځوانانو ترمنځ ټوکې ټکالې د هغوی ترمنځ د تاوتریخوالي او وژنې لامل شوي دي.