close

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې تر ۱۲ میلیونه زیات وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې تر ۱۲ میلیون زیات وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۷ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه ليکلي، چې په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان، نوي زېږېدلي کوچنیان او شیدې ورکوونکې میندې خوارځواکه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپل فعالیت د دوام لپاره په بېړنۍ توګه ۶۷۷ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

دې ادارې د روان میلادي کال په جون میاشت کې هم ويلي و، چې د افغانستان یو پر څلور برخه وګړي وږي بيدېږي او له اړمنو سره د مرستې لپاره یې د بودیجې د زیاتوالي غوښتنه کړې وه.

د خوړو نړیوال پروګرام د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې اعلان کړی و، چې د «بودجې د کړکېچ» له امله تر اکټوبر میاشتې یوازې یو میلیون وګړو ته خوراک برابرولای شي.

دا په داسې حال کې چې د اوچا د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال پرمهال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په افغانستان کې اړمنو ته د رسيدګۍ لپاره د ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، خو یو څه وخت وړاندې یې اعلان وکړ چې د دې بودیجې یوازې ۲۵ سلنه تأمین شوې.