close

ملګري ملتونو تر درو میاشتو د کم وخت پر مهال په افغانستان کې د دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښو خبر ورکړی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۱۴مې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې ملګرو ملتونو په افغانستان کې دوه زره او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې دا شمېرې د ۲۰۲۳ میلادي کال د همدې وخت په پرتله ۵۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې وسلوالې نښتې د ۲۰۲۳ میلادي کال په همدې وخت کې له ۳۷ پېښو څخه ۸۰ ته رسيدلې او په لاس جوړو بمونو چاودنې هم له اوو څخه ۱۳ ته رسيدلې دي.

انتونیو ګوتریش په دې راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو د مې له ۱۴مې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې د طالبانو پر ضد د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» او «افغانستان د ازادۍ جبهې» له خوا ۷۳ بریدونه تایید کړي دي.

په راپور کې ويل شوي چې له دې بریدونو څخه ۵۲ د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» او ۲۱ د «افغانستان د ازادۍ جبهې» ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوي راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه هم دوام لري او په دې موده کې دغې ډلې په افغانستان کې څلور بریدونه ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د داعش له خوا د بامیان پر بهرنیو سیلانیانو برید ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په دې برید کې دوه افغان وګړي او درې هسپانوي وګړي وژل شوي او دوه افغانان او څلور کسان چې د استرالیا، لیتوانیا، ناروې او هسپانیا اوسېدونکي وو، ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې داعش لا هم د طالبانو او نړیوالې ټولنې پر وړاندې تبلیغاتو ته دوام ورکوي او د دې ډلې خراسان څانګې د مې پر ۲۶مه یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې یې ټولو بهرنیانو او ملګرو ملتونو ته ګواښ کړي او د طالبانو د امنیت د ټینګښت په ادعا یې ملنډې وهلې دي.

انتونیو ګوتریش په دې راپور کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د افرادو حضور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دې مودې پر مهال په کونړ، پکتیا، خوست او کابل کې د ټي ټي پي لږ تر لږه څلور قوماندانان او جنګیالي د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په دې موده کې په خوست کې د تحریک طالبان پاکستان د دوو ډلو ترمنځ وسلواله نښته هم ثبت شوې ده.

همدارنګه ملګرو ملتونو د دې مودې پر مهال د افغانستان د سرحدي ولایتونو په شپږو ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوله‌ ساتو تر منځ ۱۳ نښتې ثبت کړې دي.

همدا راز په دې موده کې ۲۴ امنیتي پېښې ثبت شوې دي چې په مستقیم ډول د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو اغېز لري؛ په دې لړ کې ۱۰ د ځورونې، پر تګ-راتګ د محدودیت او ګواښ پېښې، دوې نیونې او یو مورد د شتمنیو د غلا دی.

ملکي تلفات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل نوي راپور کې ویلي چې له جګړې پاتې چاودېدونکي مواد لا هم له ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو قرباني اخلي.

ده زیاته کړې چې د مې له ۱۴مې بیا د جولای تر ۳۱مې پورې لږ تر لږه ۳۹ ملکي وګړي له جګړې د پاتې مهماتو په چاودنو کې وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ په سرحدي نښتو کې هم ملکي وګړي وژل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د مې پر ۱۷مه په پکتیا او خوست ولایتونو کې په سرحدي نښته کې لږ تر لږه اته ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې راپور له مخې، د مې پر ۲۹مه د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په سرحدي نښته کې یوه نجلۍ وژل شوې او درې کسان ټپیان شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت یوناما ته د دې نښتو او د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې نه دي تایید کړې.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د جولای پر لومړۍ نېټه د کنړ ولایت پر سرحدي سیمو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او یوه ښځه او یو هلک ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې راپور کې د محرم د ماتم پر مراسمو د محدودیتونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د جولای پر ۱۹مه پر موټرسایکل سپاره یوه کس پر ویر کووونکو لاسي بم غورځولی چې په پایله کې یې اته ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د پخوانيو چارواکو وژنې او نیونې

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نوي راپور کې راغلي چې طالبان د عمومي بښنې له اعلان سره-سره د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي.

د دې راپور له مخې، یوناما په دې موده کې لږ تر لږه د څلورو پخوانیو چارواکو او نظامیانو غیر قانوني وژنې ثبت کړې دي.

همدارنګه په دې موده کې یوناما د پخوانیو چارواکو او نظامیانو د خپلسرې نیونو نهه او د شکنجې او ناوړه چلند شپږ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې چې یوناما همدارنګه د«افغانستان له ملي مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور د یوې غی قانوني وژنې او اوو خپلسرو نیونو پېښې ثبت کړې دي.

بشري اړتیاوې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم په لوړه کچه کې دي او د دې هېواد ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړې چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ۶.۶ میلیونه کسان په دې هېواد کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې ښځې او نجونې متضررې دي او له خپلو حقونو د محرومېدو له خطر سره مخ دي او دا مساله هغوی د تاوتریخوالي، بې‌وزلۍ او استثمار له ګواښ سره مخ کوي.

ده همدارنګه په هېواد کې د سېلابونو او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا کار د دې لامل شوی چې نور کسان هم بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړ.

انتونیو ګوتریش ویلي چې له کمزوري اقتصاد، دوامدارې بې‌ وزلۍ او د حقونو او ازادیو له پام وړ محرومیت څخه نیولې تر طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو پورې د افغانستان خلک لا هم له جدي ننګونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړې چې دا ستونزې ډېری له مخکې موجودې وې، خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته او د دې ډلې د محدودیتونو له کبله لا پسې ډېرې شوې دي.

هغه د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنې د تمویل غوښتنه کړې او له طالبانو یې هم غوښتي چې د بشري فعالیتونو پر محدودیتونو بندیزونه لرې کړي.

د کوکنارو د کښت دوام

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ویلي سره له دې چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، خو په دې موده کې د کوکنارو کښت په ډېری ولایتونو لکه بدخشان، هرات، کندهار، ننګرهار او تخار کې کېده.

ده زیاته کړې چې په دې موده کې طالبانو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په لړ کې د بدخشان په ولسوالیو کې د کوکناور ۸۶۰ هکتاره کښت له منځه وړی دی.

د راپور له مخې، د تریاکو قیمت هم یو څه لوړ شوی او په هر کیلو ګرام کې له ۷۳۷ ډالرو څخه ۷۳۸ ډالرو رسېدلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو ادارو د هغو کورنیو ملاتړ کړی چې د کوکنارو د کښت له بندیز څخه اغېزمن شوي دي، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام له خوا یو زر او ۶۵۱  ۱۶۵۱ کورنیو سره په زراعتي برخه کې مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې چې طالبانو څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د کوکنارو کښت صفر کچې ته رسولی او د نشيي توکو له تولید او قاچاق سره مبارزه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د روان لمریز کال پر مهال څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی او د دې ډلې ځواکونه په ځانګړي ډول په بدخشان کې د کوکنارو د کرکیلې د له منځه وړلو پر سر له ځايي خلکو سره په نښتو کې ښکېل شوي او له امله یې ځینې ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي.