د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو برید ته په غبرګون کې ویلي چې دا هیواد د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې «د بهرني تېري په وړاندې د دفاع حق او مسوولیت لري».
دې وزارت نن (شنبه، ۵ د لړم) تر غرمې وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اسراییلو برید «د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور په ځانګړې توګه د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت پر وړاندې د ګواښ او زور کارولو د مخنیوي د اصل له مخې» یو «تېریګر اقدام» بولي او غندي یې.
دې وزارت زیاته کړې چې د ایران دولت «د خپل امنیت او حیاتي ګټو د دفاع لپاره د ایراني ملت د مادي او معنوي وړتیاوو پر کارولو په ټینګار او همدا راز د سیمهییزې سولې او امنیت په برخه کې د خپلو مسوولیتونو په درک سره د سیمې د سولې او ثبات لپاره ټولو سیمهییزو هیوادونو ته فردي او جمعي مسوولیت ور یادوي».
دې وزارت ویلي چې «په سیمه کې د ټولو سوله خوښو» هیوادونو او نورو هغو چې د اسراییلو برید یې غندلی دی، درناوی کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې: «له شک پرته د اشغال دوام، په سیمه کې د صهیونیستي رژیم غیر قانوني اقدامت او جنایات په ځانګړې توګه د فلسطیني وګړو نسل وژنه او پر لبنان تېری چې د امریکا او یو شمېر لوېدیځو هیوادونو تر هر ډول تسلیحاتي او سیاسي ملاتړ لاندې ترسره کېږي، په سیمه کې د ترینګلتیا او ناامنۍ اصلي لامل دی.»
دې وزارت د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو او د «نسل وژنې د جنایت د مخنیوي» کنوانسیون د لاسلیکوونکو مسوولیت ته اشاره کړې او «د نسل وژنې او د غزې او لبنان پر خلاف یې د جګړې او تېري د درولو او صهیونیستي رژیم د جنګ د مهارولو پر بېړنئ اړتیا» ټینګار کړی دی.
اسراییلي پوځ نن اعلان وکړ چې د تېرې میاشتې پر مهال پر دې هیواد د ایران د بریدونو په ځواب کې یې د دې هیواد پوځي مراکز په دقیقه توګه په نښه کړي دي.
ایران هم تایید کړې چې دا بریدونه په تهران، خوزستان او ایلام کې پر نظامي مرکزونو ترسره شوي او د دې هیواد دوه پوځیان وژل شوي دي.
دا بریدونه د سیمې او د ایران د ګاونډیو هیوادونو له توندو غبرګونو سره مخ شوي.