اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، چې د چټکې ښاري ودې او اقليمي بدلونونو له امله ښایي تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه ختمې شي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۸ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې که موږ اوس اقدام وکړو، کولای شو د دې مخه ونیسو.
همدا راز یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې رزا اوتنبایوا په افغانستان کې د دې بنسټ له مسوول تاج الدین اویواله سره یو ځای په کابل کې هغه سیمې لیدلي چې د اوبو له کمښت سره مخ دي.
دې بنسټ زیاته کړې چې د دوی موخه په دې سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته حل پیدا کول دي.
د وروستیو کلونو پرمهال د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي او په ځلونو یې هغه عکسونه پر رسنیو خپاره شوي چې په اوږدو کتارونو کې اوبو ته ولاړ وي.
د وروستیو څو کلونو پرمهال دوامدارې وچکالۍ او په بې مخینې توګه د ژورو څاګانو کښل په کابل کې تر ځمکې د لاندې اوبو د کمښت عوامل ګڼل کېږي.