اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په خپل وروستي راپور کې چې بشپړه نسخه یې د دې سازمان له لوري خپره شوې، د هغو راپورونو په اړه جدي اندېښنه ښکاره کړې چې وايي، د طالبانو په زندان کې له ښځو سره جنسي تاوتریخوالی شوی دی.
په دې راپور کې پر هغو ښځو جنسي تاوتریخوالی ثبت شوی چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري میاشتې پرمهال د جامو د څرنګوالي له امله نیول شوې وې.
دې ښځو ویلي، چې د طالبانو د پولیسو پوستې ته وړل شوې دي او هلته وهل شوي، په کلامي توګه ځورول شوي او پر ځینو یې «جنسي تېری» شوی دی.
یوې نیول شوې ويلي دي: «کله چې به یې پوښتنه کوله، وهلو به یې او سر به یې له دېوال سره راواهه. یوه یې زما حجاب وڅېره او وروسته یې زما عورت ته لاس ور ووړ.»
د ریچارډ بېنټ په راپور کې ویل شوي چې «له باوري سرچینو تر لاسه شوي معلومات ښیي چې د ځپنې پرمهال پر ښځو جنسي تېری شوی او په جنسي توګه ځورول شوې دي».
ځینو پخوانیو نیول شویو ښځو ځانګړي راپورچي ته ویلي، چې که څه هم د نیولو پرمهال ورسره جنسي تاوتریخوالی نه دی شوی، خو په کورنۍ او ټولنه کې چې باور نه کوي چې پر موږ دې تېری نه وي شوی، له ټولنیز پېغور او شړل کېدو څخه ځورېږو.
د ریچارډ بېنټ په راپور کې ویل شوي: «د چوپتیا کلتور چې د مضرو جنسیتي کلیشو، ټولنیز پېغور او د قرباني د پړ ګڼلو له امله ټول تېري او د جنسي تاوتریخوالي نور جرایم پکې شامل دي، په دې معنا دي چې د داسې زیاتو مواردو احتمال شته چې راپور نشي.»
طالبانو تر اوسه د ریچارډ بېنټ راپور ته غبرګون نه دی ښودلی. دې ډلې افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر سفر بندیز لګولی او هغه یې د ځان پر خلاف په تبلیغاتو تورن کړی دی.
ځانګړي راپورچي د خپل راپور په لړ کې ويلي، چې د کورني تاوتریخوالي او جنسي شریک له امله پر ښځو او نجونو د لوړې کچې د تاوتریخوالي له امله اندېښمن دی.
ده زیاته کړې، چې د جنسیت له مخې تاوتریخوالی د جمهوریت پرمهال موجود و او دا تاوتریخوالی د طالبانو په واکمنۍ کې بدتر شوی دی.
د ده په وینا، د ښخو پر تګ-راتګ او د ښځینه وکیلانو او قاضیانو پر فعالیت په بندیز سره عدالت ته د ښځو او نجونو لاسرسی نور هم تضعیف کېږي.
بېنټ زیاته کړې چې له عمومي ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومیت په دې معنا دی چې ښځې په افغانستان کې په عملي توګه له سیاسي بهیر او پرېکړو څخه محرومې دي.
د ریچارډ بېنټ په راپور کې ویل شوي چې جنسي لږکي د جنسي تمایل او جنسیتي هویت له امله ځورېږي او مجرم ګڼل کېږي.
د ده په وینا، جنسي لږکي د طالبانو له لوري د نیولو پرمهال د جنسي تاوتریخوالي، شکنجې او بې رحمانه، غیر انساني او سپکوونکي مجازات هدف ګرځېدلي.
د طالبانو حکومت نه ټولشموله دی او نه هم د خلکو استازیتوب کوي
ریچارډ بېنټ په خپل راپور کې په افغانستان کې د قومي او مذهبي لږکیو وضعیت ته په اشارې ویلي، چې طالبانو یو داسې حکومت تحمیل کړی چې نه هم ټولشموله دی او نه هم د خلکو استازی. د ده په وینا، د طالبانو حکومت په پراخه توګه د پښتنو او سنیانو په واک کې دی.
بېنټ زیاته کړې چې غیر طالبي قومي، مذهبی او ژبنۍ ډلې لاهم له تبعیض سره مخ دي او شړل شوې دي. د ده په وینا، د دې ډلو ښځې او نجونې په شدید ډول له تبعیض سره مخ دي.
ځانګړي راپورچي ویلي، چې د لږکیو او ګوښه شویو ډلو د حقونو د نقض او سوء استفادې د دوام په تړاو ژوره اندېښنه لري.
ده همدا راز زیاته کړې چې د پښتنو ضد احساساتو د ترویج په تړاو او همدا راز د ټولنو تر منځ د تاوتریخي او بې باورۍ زیاتېدو ته اندېښمن دی.
د قومي او مذهبي لږکیو پر خلاف تاوتریخوالی
د ریچارډ بېنټ په راپور کې راغلي چې د شیعه مسلمانانو په ځانګړي توګه هزاره ګانو او صوفي ډلو په شمول مذهبي لږکي له دوامدار تاوتریخوالي او تهدیدونو سره مخ دي.
له دې راپور سره سم، شیعه ټولنه او په ځانګړې توګه هزاره ګان لاهم د داعش د بریدونو هدف دي.
د بېنټ په وینا، د مذهبي ډلو پرخلاف تاوتریخوالی او ګواښونه د طالبانو له لوري هم ترسره کېږي.
ځانګړي راپورچي د طالبانو له لوري د شیعه ګانو پر خلاف د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې پرمهال د محرم په پیل کې د کور په کور خپلسرو پلټنو په بهیر کې تاوتریخوالی مستند کړی دی.
ده ویلي: «په دې کې وهل-ټکول او د مالونو تخریب او په ځینو مواردو کې غیرقانوني وژنې شاملې دي. دا نورې ارزونې ته اړتیا لري. کله-کله به د کورونو د پلټنې پر مهال کلامي توهین کېده.»
ځانګړي راپورچې ویلي، چې د اختلافاتو په اړه یې معلومات له ولایتونو ترلاسه کړي چې ډېری یې قومي او قبیلوي او همدا راز سیاسي، اقتصاد او له اوبو او هوا سره تړلي عناصر دي. ده په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې.
ځانګړي راپورچې د مذهبي لږکیو د ټولنې له غړوسره د مرکو له لارې مستنده کړې چې طالبان هغوی ته د «کافر» لفظ کاروي.
یوه هزاره شیعه نارینه دا الفاظ په دې توګه بیان کړي: «دوی وایي چې ته پاک نه (کافر) یې او د دې هیواد نه یې. دا ماته دا احساس راکوي چې نور په دې ټولنه او هیواد کې ځای نه لرم.»