close

طالبانو په غور کې خپل دوه جنګیالي له داعش سره د اړیکې لرلو په تور وژلي دي

اطلاعات روز: په غور کې باوري سرچینو تایید کړې ده چې طالبانو خپل دوه جنګيالي له داعش ډلې سره د اړیکې لرلو په تور په ډزو وژلي دي.

د سرچینو په وینا، دا دواړه کسان د مرغاب ولسوالۍ د «نیک» کلي اوسېدونکي وو او د یوه نوم عبدالحمید و. دوی د سې‌شنبې په شپه (۱۵ د لړم) د غور د مرکز فیروزکوه په اړونده سیمه شاه تیغ کې په ډزو وژل شوي دي او مړي یې پرون (پنجشنبه، ۱۷ د لړم) د فیروز کوه د ښاروالۍ له لوري دفن شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې عبدالحمید او دا بل کس د طالبانو غړي وو، خو د دې ډلې په حکومت کې یې دنده نه درلوده.

د سرچینې په وینا، دا دوه تنه په «نیک» کلي کې د یوه تاجیکستاني داعشي تر حضور وروسته تر تعقیب لاندې وو او پټ شوي وو، خو په غور کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنیت د آمر ملا مصطفی حقاني له لوري د کور په کور پلټنې پر مهال پیدا شول.

د سرچینې په وینا، د داعش تاجیکستاني غړی او د دې ډلې یو بل کس چې د مرغاب د «نیک» کلي اوسېدونکی و، د غور او دایکندي تر منځ د دایکندي د اوسېدونکو د وژلو عاملین بلل کېدل. د سرچینې په خبره، دا دواړه کسان یو څه وخت وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

سرچینې ویلي چې د طالبانو استخباراتو د نیک کلي ځيني اوسېدونکي له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نيولي او یا یې هم تر څار لاندې دي.

داسې ښکاري چې په وروستیو میاشتو کې د داعش خراسان ډلې په غور کې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې میاشتې په وروستیو کې اعلان کړی و چې د دې ډلې استخباراتو د غور د مرکز په «مارکو» سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځای برید کړی او په ترڅ کې یې د دې ډلې یو مشر او یو غړی وژل شوي دي.

د تلې میاشتې پر ۲۱ په شاه تیغ سیمه کې د طالبانو درې غړي په وسلوال برید کې ووژل شول او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه.

د وږي د میاشتې پر ۲۲ وسلوالو کسانو د دایکندي او غور تر منځ په سرحدي سیمه کې د دايکندي ۱۴ تنه په ډزو ووژل او د دې وژنې مسوولیت هم داعش ومانه.

د طالبانو ویاند ادعا کړې ده چې په غور کې د داعش غړي په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو په «مستقیمه» توګه رهبري کېدل.

طالبانو ادعا کړې ده چې داعش په افغانستان کې ځپل شوي او د پاکستان بلوچستان ته انتقال شوي دي.