close

طالب چارواکی: ملا هبت الله د انځور او ویډیو په برخه کې علمي او شرعي ملاحظې لري

اطلاعات روز: په ځینو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو له تړل کېدو سره هممهاله د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشرانو معین ضیاء الحق حقمل وايي چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په رسنیو کې د انځور او ویډیو د خپرېدو په تړاو «علمي او شرعي» ملاحظه لري.

ده دا څرګندونې پرون (پنجشنبه، ۱۷ د لړم) په بلخ کې د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه غونډه کړې کړې دي.

حقمل وايي چې د رسنیو قانون چې د طالبانو له لوري تیار شوی، یو ځل د دې ډلې مشر ته لېږل شوی و خو هغه رد کړی دی ځکه چې ځيني برخې یې واضحې نه وې او باید تفصيلات یې وړاندې شي.

حقمل ویلي چې د رسنیو پر تفصيلي قانون کار شوی دی او دا قانون به په نژدې راتلونکې کې دویم ځل د طالبانو مشر ته د تصويب لپاره ولېږل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین ویلي چې د رسنیو د قانون په تصویبېدو سره به زیاتې ستونزې حل شي.

ده همدا راز ویلي: «ځيني داسې موضوعات شته چې اوس مهال یې موږ او تاسو په اړه په تیاره کې یو. همکاران نه پوهېږي چې په دې برخه کې څه کار وکړي، لکه د عکس او ویډیو موضوع … په دې برخه کې زموږ او ستاسو مشر له علمي او شرعي اړخه ملاحظه لري؛ دا ملاحظه پخوا هم وه خو دا چې اوس رسنۍ ضرور ده نو د ضرورت له مخې کار کوو.»

ده د رسنیو پر فعالیت د بندیز د فرمان ادعا رد کړې او دا یې تبلیغات بللي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په پلي کېدو سره په ځینو ولایتونو کې انځوریزې رسنۍ تړل شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ژویو د انځور پر خپرولو بندیز لګېدلی دی.

د ضیاء الحق حقمل په وینا، له امر بالمعروف وزارت سره د انځور او ویډیو په تړاو خبرې شوې دي او دا وزارت د خپل قانون پر تفصيل کار کوي.