اطلاعات روز: په لغمان کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو یو طالب سرتیری په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.
په سیمه کې یوې سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې د (پنجشنبې، ۱۱ د لړم) په شپه د لغمان علیشنګ ولسوالۍ اړوند «شام رام قلعه بای» کلي کې ناپیژانده وسلوال د «قاري زبیر جانان» په نامه د یو طالب سرتیري کور ته ور اوښتي او هغه یې په ډزو وژلی دی.
سرچینې زیاته کړې وسلوالو د هغه له کوره څو مېله وسله هم وړې ده.
د سرچېنې د مالوماتو له مخې قاري زبیر جانان په اصل کې د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و چې اوسمهال یې په دې ولایت کې د طالبانو په نظامي لیکو کې دنده درلوده.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې په لغمان کې ناپېژاندو وسلوالو د دې ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د اقتصادي جرايمو يو مسوول «پيمان هادي» چې په «اسماعيل لېزري» هم مشهور و، په مهترلام ښار کې د خپل کور د خوب په خونه کې وژلی و او میرمن یې ټپي شوې وه.
تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسولیت نه دی منلی او نه هم طالب چارواکو څه ویلي دي.