close

د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په لوګر کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان نیولي دي

اطلاعات روز: د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، چې د دې وزارت محتسبینو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د «نامشروع اړیکو» او «اخلاقي فساد» په تور نیولي دي.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۲۱ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا کسان د برکي برک ولسوالۍ «قلعه شاه غاسي» کلي کې نیول شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې کسانو د برخلیک په اړه نور وضاحت او جزییات نه دي ورکړي.

له هغه وروسته چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویب کړی، د دې ډلې د امربالمعروف مامورینو د یاد قانون د پلي کولو په پلمه د کسانو نیول زیات کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورينو تر دې مخکې د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو هم د ورته تورونو له امله کسان نیولي دي.