اطلاعات روز: په نیمروز کې ځايي سرچینې خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د وروستیو ۱۵ ورځو پر مهال په نشيي توکو ۲۵ روږدي کسان مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، د دې افرادو جسدونه د لیندۍ میاشتې له ۱۲ څخه تر ۲۵ پورې د اعتیاد د پرېښودو له «۸۰ بستریز کمپ» او زرنج ښار څخه راټول شوي او د نیمروز ولایتي روغتون سړې خونې ته انتقال شوي دي.
د هغو شمېرو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې تر لاسه کړې دي، له دې کسانو د ۱۴ تنو هویت مشخص شوی دی او د ۱۱ نورو هویت لا هم څرګند نه دی.
دا شمیرې ښيي چې په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
د اطلاعات روز له لوري راټولې شمېرې ښيي چې د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په نیمروز کې لږ تر لږه د ۵۰ هغو کسانو مړي پیدا شوي چې په نشيي توکو روږدي وو.
روغتیایي سرچینې وایي چې اکثریت دا افراد د لوږې، بدو روغتیایي شرایطو او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.