اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې ویلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ «کوچنۍ ستونزې» باید د خبرو له لارې حل شي، او د تورخم لارې تړل، جګړه او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه، ۱۶ د کب) په یوې خپرې کړې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ویلي، چې په تورخم کې باید د ویجاړوونکو کړنو ډډه وشي.
هغه زیاته کړې، چې د تورخم دواړو غاړو ته زرګونه مسافر، ناروغان، جنازې او د سوداګرو مالونه بند پاتې دي نو په دې اړه دې جدي اقدام وشي، ترڅو دواړو غاړو ته ډېر زیان ونه رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د تېرو ۱۳ ورځو راهیسې تړل شوې او د هغې د بیا پرانیستلو لپاره خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا لاره د طالبانو لخوا فرضي کرښه کې د تاسیساتو د جوړولو په اعتراض کې تړل شوې ده.
د دې لارې له تړلو وروسته په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ لږ تر لږه درې ځله نښتې شوې دي.
په دې نښتو کې لږ تر لږه یو طالب وژل شوی او د دې ډلې دوه نور غړي سره د دوو افغان خبریالانو ټپیان شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پولې په هغه اړخ کې یو شمیر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د تورخم د لارې بندېدو له امله سلګونه بار وړونکي لارۍ او سلګونه مسافر د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې ویلي، د تورخم لارې تړل کیدو سره هره ورځ د هیواد سوداګرو ۵۰۰ زره ډالر زیان رسیږي.
له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، دا لاره د پاکستان سره د دې ډلې د شخړو له امله څو ځله تړل شوې ده.