اطلاعات روز: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم کې «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د څو ورځو پرله پسې نښتو له کبله د سیمې سلګونه کورنۍ جلال اباد ښار او نږدې ولسوالیو ته بېځایه شوي دي.
د تورخم اړوند «غوړکي» سیمې اوسېدونکی ارشاد احمد وایي، له څو ورځو راهیسې په تورخم کې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړو پرمهال ولسي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د هغه په خبره په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د عامو خلکو د استوګنې کورونه په نښه شوي چې زیاتره مېنې په بشپړ ډول له منځه تللي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
ارشاد احمد زیاته کړه: «نن څلورمه یا پنځمه ورځ ده چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ جګړه ده، د پاکستان له خوا د عامو خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګیدلي او زیاتره کورونه تخریب او یا له استوګنې وتلي، نو خلک مجبور شول چې کورونه پریږدي او نورو سیمو ته بېځایه شي.»
د هغه په خبره تورخم کې لاهم وضعیت جنګي دی ځکه دواړه خواوې یو بل ته ګوته په ماشه دي.
د تورخم سیمې یو بل اوسېدونکی طارق وایي، چې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د زیاتره سیمو اوسېدونکي د کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
طارق زیاتوي: «په تورخم ښارګوټي کې چې څومره کورنۍ وې او دغه راز غوړکي ساحه او پاکستان سره کرښې ته څېرمه چې څومره کورونه وو، ټول د پاکستان د بریدونو له امله له خلکو خالي شوي او کوټ، بټي کوټ، شینوارو، بهسودو، کامې او نورو ولسوالیو ته بېځایه شوي، تراوسه له مونږ سره هیڅ مرسته نه ده شوې ځکه له یوې خوا روژه ده او له بلې خوا رانه کورونه ډک پاتې شول.»
د تورخم سیمې یو بل اوسېدونکی شرافت مومند چې د پاکستان د بریدونو له امله دامهال د بهسودو ولسوالۍ اړوند «کابل کیمپ» ته له خپلې شپږ کسېزې کورنه سره بېځایه شوی، وایي ډیر کله په تورخم کې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له امله ولسي خلکو زیان رسیږي.
شرافت مومند وویل: «دوه ورځې کېږي چې خپل کلی مو پرېښی او د کورنۍ خوندیتوب لپاره دلته په کرایه کور کې اوسیږم، د جګړې له امله راڅخه ډک کورونه پاتې شول او په تورخم کې مو نور سوداګریز کاروبار هم سرخوړلی دی ځکه هلته جګړه ده او دوکانونه مو زیانمن شوي دي.»
نوموړی زیاتوي چې د جګړې له کبله نه یوازې د دواړو خواوو خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي بلکې په تورخم ښارګوټي کې د دوامداره جګړې له کبله زرګونه کسان بې روزګاره شوي هم دي.
هغه له دواړو خواوو د جګړې د درېدو او ژر تر ژره د تورخم دروازې د پرانیستو غوښتنه هم کوي.
له سیمې ځینې ويډیوګانې اطلاعات روز ته رسیدلي چې په کې لیدل کیږي، د تورخم له غوړکي سیمې له ولسي خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار کډوالو چارو ریاست مسوولین هم مني چې تورخم کې پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله نږدې ۸۴۰ کورنۍ له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست لپاره د طالبانو رییس بازمحمد عبدالرحمن وایي، دوی له ځینو مرستندویه ادارو سره په همکاره د جګړې له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې یې پیل کړې چې له سروې وروسته به له مستحقو کورنیو سره مرستې ترسره شي.
عبدالرحمن زیاتوي: «کوم ارقام چې زمونږ ریاست او مرستندویه ادارو راټول کړي، تراوسه ۸۴۰ کورنۍ د تورخم او د جګړې له نږدې نورو سیمو بېځایه شوي، چې زیاتره یې په کابل کېمپ سیمه کې استوګن شوي دوی سره د خېمو او خوراکي توکو مرسته شوې او نوره هم ورسره کېږي.»
تورخم درازه له تېرو دوو اوونیو راهیسې دې اړخ ته د طالبانو له لوري د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر له پاکستاني ځواکونو سره د ناندریو له امله تړل شوې، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې هلته په سیمه کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پرله پسې ډول جګړې هم شوي دي او دغه راز لاره د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ تړلې چې له کبله یې دواړو خواوو ته سلګونه مسافر، بار وړونکې لارۍ او بېړني ناروغان بند پاتې دي.