close
Photo by Eric Bridiers

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: هبت الله اخوندزاده د خپل واک د ټینګولو په موخه نور اقدامات کړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل نوي راپور کې د دې سازمان امنیت شورا ته ویلي چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دې ډلې تر منځ د خپل واک د ټینګولو په موخه نور ګامونه اخیستي دي.

دا راپور چې تازه خپور شوی، پکې ویل شوي چې د طالبانو مشر په کندهار تر خپلې مشرۍ لاندې د مهمو غونډو د کولو او پر مهمو دندو ځان ته د وفادارو افرادو د ګومارلو په شمول ځیني اقدامات کړي او خپل واک یې نور هم ټینګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویلي چې د ده د راپور په دوره کې د طالبانو مشر د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره په کندهار او کابل کې څو غونډې کړې دي.

په دې راپور کې د کورنیو چارو د وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني، د طالبانو د لومړي وزیر له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د سترې محکمې له رییس عبدالحکیم حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر، د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف او د طالبانو د کابینې له نورو غړو سره لیدنې ته اشاره شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې په دې غونډو کې د نویو ادارو د جوړولو، د نړیوالو سازمانونو د فعالیت او په افغانستان کې د غیر دولتي نړیوالو موسسو د حضور په اړه بحث شوی دی.

امنیت

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ بیا د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۳۱ پورې په افغانستان کې له امنیت سره تړلې دوه زره او ۸۱ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال ۲۰۲۳ – ۲۰۲۴ مودې په نسبت ۱۶.۸ سلنه کمښت ښیي.

له دې راپور سره سم، په دې موده کې د غلا ۱۰۸ پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې همدا راز ویل شوي چې په دې موده کې د طالبانو د وسلوالو مخالفینو له لوري ۹۱ بریدونه ترسره شوي دي.

له دې راپور سره سم، د طالبانو پر خلاف د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ۵۳ بریدونه، د «افغانستان ازادۍ جبهې» ۲۱ بریدونه او د «افغانستان د خلګو د اقتدار جبهې» یو برید ترسره کړی دی او د ۱۶ نورو بریدونو عاملین نه دې پېژندل شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل راپور کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۸ د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته نژدې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» برید او د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۱۹ او ۳۱ نېټو باګرام هوایي اډې ته نژدې د «افغانستان د ازادۍ جبهې» بریدونه تایید کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې ویل شوي چې داعش خراسان ډلې په دې موده کې د مذهبي لږکیو او طالبانو پر خلاف په افغانستان کې د شپږو بریدونو مسوولیت منلی دی.

په دې لړ کې راپور په بغلان کې د صوفیانو پر زیارت برید ته چې ۱۱ تنه پکې ووژل شول او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو پر وزارت برید ته چې د دې وزارت لپاره د طالبانو سرپرست خلیل الرحمان حقاني پکې ووژل شو، اشاره شوې ده.