close

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې ۸ کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د تورخم پرونۍ جګړه کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ۸ کسان ټپيان شوي دي.

د دې ولایت د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه،۱۶د کب) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد کسان تورخم کې تېره ورځ د پاکستاني پوځیانو له لوري په ډزو کې ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې د ټپیانو د هویت په تړاو معلومات نه دي شریک شوي.

ویل کېږي چې په ټپي شویو کسانو کې ۳ افغان خبریالان هم شامل دي.

بلخوا تازه د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې پاکستان دوست هیواد بللی او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ باید د خبرو اترو لاره غوره شي او زیاته کړې یې ده چې لارې بندول، جګړه او تاوتریخوالی د حل لارې نه دي.

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه له تېرو دوو اوونیو راهیسې د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د پوستو پر سر د ناندریو له امله تړل شوې او دغه راز د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې نښتې روانې دي چې دواړه غاړې یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاوې کوي.