close
کابل جلال اباد لویه لار

د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښې کې دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اوونم نمبر شهرا اړوند «خیروخېلو» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه او ٧ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان امنيې قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وايي چې پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ١٧ د کب) د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یوې «ټوډي» او «کرولا» موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې.

د یوسفزي په وینا، دې پېښه کې دوه کسان مړه او د یوې ښځې په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه د دواړو موټرو د بې‌احتیاطۍ له کبله شوې او ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل-جلال اباد لویه لار د هیواد یوه له خطرناکو لارو څخه ده چې د سړک د کم سورۍ، د ټرافیکي قوانینونو د نه مراعات او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله ډیر کله ورته پېښې رامنځته کېږي.