اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو زده کړییز، علمي او کلتوري سازمان د ښځو په نړیوالې ورځې د افغان ښځو او نجونو له زده کړو محرومیت ته په اشارې ویلي چې د نجونو پر زده کړو خبرې نشي کېدلای.
دې سازمان پر ایکس لیکلي چې نن ورځ افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې هلته تر ۱۲ کلنۍ لوړې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
یونیسکو ویلي چې په افغانستان کې ۱.۵ میلیون نجونې په قصدي توګه له زده کړو بې برخې شوې دي او که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام پیدا کړي، تر څلور میلیون زیاتې نجونې به ترې اغیزمنې شي.
د یونیسکو عمومي منشي آدري ازولا ویلي چې د طالبانو د شاتګپالو قوانینو له امله په میلیونونو نجونې د زده کړو له حق څخه بې برخې دي.
طالبانو د زده کړو تر څنګ د ښځو پر کار او ازاد تګ-راتګ هم بندیزونه لګولي دي.
په عین مهال کې د طالبانو ویاند د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې «د افغان ښځو بنسټیز حقونه د اسلامي شریعت او د افغاني ټولنې د کلتور او عنعناتو په چوکاټ کې تأمین شوي دي».
مجاهد پر ایکس لیکلي دي: «باید هېره نه کړل شي چې موږ په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې د افغان ښځو پر حقونو بحث کوو چې له لویدیځې ټولنې او د هغوی له کلتور سره څرګند توپیرونه لري او په همدې کچه باید پام ورته وشي.»