close
Photo: Social media

د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو ناسته بې پایلې پای ته ورسېده

اطلاعات روز: د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي افغان سوداګرو او قومي مخورو له پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو سره د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو په تړاو ناسته کړې چې تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ دا ناسته نن (یکشنبه، ۱۹ د کب) له ماسپښین وروسته تورخم ښارګوټي کې د «ډېورنډ فرضي کرښې» هغه لور ته ترسره شوې.

د یادې خونې یوه غړي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې افغان سوداګرو او قومي مشرانو له پاکستاني لوري یې د جګړې د درېدو او له هر ډول قید او شرط پرته د تورخم دروازې د پرانیستلو غوښتنه کړې.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې دا غړی وایي، له پاکستاني لوري یې غوښتنه کړې چې سوداګري دې له سیاست جلا کړي او راتلوونکې کې دې په یوه او بله پلمه د تورخم دروازې له تړل کېدو ډډه وکړي.

یوې بلې سرچينې بیا ویلي چې پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو له طالبانو غوښتي چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دې د کوچني اختر تر لسمې د تاسیساتو له جوړولو ډډه وکړي.

سرچینه وایي، له یادې ناستې وروسته د دواړو لوریو سوداګرو د یوه او بل غوښتې له خپلو حکومتي مسوولینو سره شریکې کړي او دوه ورځې وروسته به د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه د دواړو لوریو بله ناسته کېږي.

په ناسته کې د طالبانو او پاکستاني حکومت مسوولینو ګډون نه درلود خو ګډونوال یې د دواړو حکومتونو په مشوره ور لېږل شوي وو.

تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو د تورخم دروازې د خلاصون په موخه له پاکستاني سوداګرو سره د افغان سوداګرو د ناستې په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو له امله له تېرو شپاړلسو ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې تړلې چې د دروازې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، زرګونه بار وړونکي موټرې او بېړني ناروغان بند پاتې دي.