اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تورخم دروازې د بیا پرانېستلو په اړه د دواړو خواوو د قومي مشرانو او سوداګرو له خبرو اترو وروسته د تورخم دروازې پرانېستلو هوکړې ته سره نږدې شوي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور رییس قاري احسان الله ساجد نن (دوشنبه، ۲۰ د کب) وویل، چې د تورخم دوازې د خلاصون په اړه د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ ابتدایي خبرې شوي او ښایي دغه دروازه د ټرانزیټي موټرو پرمخ خلاصه شي.
هغه زیاته کړې چې په دې ناسته کې سوداګرو د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته تر لوی اختر پورې د اوربند وړاندیز هم کړی دی.
ساجد داسې مهال هوکړې ته د نږدې کیدو خبره کوي، چې تېره ورځ د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو مسوول وویل، چې د تورخم دروازې پرانیستلو په اړه د پاکستاني او افغان سوداګرو او قومي مشرانو ناسته بې پایلې پایته رسیدلې.
بلخوا د اناتولي خبري سرچینې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ یې تورخم کې له څو ورځو نښتو وروسته پر دوه ورځني اوربند هوکړه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دا هوکړه د تورخم په پوله کې د دواړو خواوو د قومي مشرانو له یوې جرګې وروسته شوې ده.
د تورخم دروازه دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د یوې نوې پوستې د جوړولو پر سر د ناندریو له امله وتړل شوه.
د یادې لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواو ته په سلګونه خلک بند پاتې دي او دغه راز افغان او پاکستاني سوداګرو ته په زیاته اندازه مالي زیانونه اوښتي دي.