اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA د دفتر له مشر کوابینا اسانتي سره په کتنه کې د افغانستان د روغتیایي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو په غوره مدیریت، د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په موثریت او په ثابت مراکزو د هغو بدلول او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ مطابق د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو او د لومړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو اړوند خبرې وشوې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په دایمي مرکزونو بدلولو، د وزارت د پالیسۍ سره سم د خدماتو وړاندې کولو او د شته نړیوالو مرستو په ښه مدیریت ټینګار کړی دی.
د طالبانو بیاځل حاکمیت وروسته د افغانستان روغتیايي سیستم د سقوط له ګواښ سره مخ دی. اوس مهال یو شمیر فعال روغتیايي مرکزونه د نړیوال روغتیا سازمان او نورو مرستندویه ادارو تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي. په ورته وخت کې یو شمیر نړیوال روغتیايي بنسټونه هم فعالیت کوي.
د ښځینه ډاکټرانو په ګډون د روغتیايي پرسونل کمښت د روغتیايي مرکزونو لپاره یوه جدي ننګونه ده، په داسې حال کې چې طالبانو د پوهنتونونو او طبي انسټیټیونو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ تړلې دي.