اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې وايي، چې د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې وسله والو غلو یو ځوان وژلی او موټرسایکل یې ترې وړی دی.
د سرچینو په وینا، پېښه تېره شپه (یکشنبه، د کب ۱۹) د بالابلوک ولسوالۍ اړوند «ناصر» کلي ته څیرمه رامنځته شوې.
سرچینې زیاتوي، چې وسله والو غلو یاد ځوان لومړی درولی بیا یې په ډزو وژلی او وروسته یې موټرسایکل ترې وړی دی.
د سرچینو په خبره، چې د پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي دي.
د دغه ځوان هویت معلوم نه دی او نه هم ځایي طالب چارواکو د دې پیښې په اړه څه ویلي دي.
د فراه یو شمیر اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې دغلته وسله والې غلاوې زیاتې شوي، چې له امله یې خلک سخت اندېښمن دي.