اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو رسما اعلان کړی چې د امریکا د پرمختیایي ادارې (یو ایس آی ډي) ۸۳ سلنه برنامې لغو شوې دي.
ښاغلي روبیو نن (دوشنبه، ۲۰ د کب) پر ایکس لیکلي چې دا پرېکړه تر شپږ اونیزې ارزونې وروسته شوې ده.
ده ویلي چې اوس کوم پنځه زره او ۲۰۰ قراردادونه لغو شوي دي، په لسګونو میلیارد ډالره لګښت یې درلود او د امریکا ملي ګټو ته یې خدمت نه کاوه او حتا کله-کله یې زیان هم رساوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د دې ادارې پاتې ۱۸ سلنه برنامې به چې په زرګونو قراردادونه پکې شامل دي، له کنګرې سره په مشوره او د بهرنیو چارو وزارت تر نظر لاندې په اغېزناکه توګه پلې شي.
ده د ایلان ماسک په مشرۍ د اغیزناک مدیریت له ادارې او د خپل وزارت له کارمندانو څخه د دې «تاریخي» اصلاحاتو له وجې مننه کړې ده.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هیواد پر نړیوالې پرمختیایي ادارې نیوکه کړې وه او د هغې د تړل کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د ډونالډ ټرمپ د حکومت د اغېزناک مدیریت ادارې رییس ایلان ماسک هم د امریکا پر نړیوالې پرمختیایي ادارې کلکې نیوکې کړې وې او د هغې تړل کېدل یې غوښتي و.
د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره هر کال د افغانستان په شمول له بېلابېلو هیوادونو سره مرسته کوي او د دې ادارې تړل کېدو اندیښنې راپیدا کړې دې چې مرستو ته به د اړمنو کسانو لاسرسی کم شي.