اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې دا هیواد د حقابې، افغان کډوالو، قاچاق او پولو د امنیت په څېر مسایلو په تړاو له طالبانو سره په پرله پسې خبرو اخته دی.
ده نن (یکشنبه، ۲۰ د کب) په اونیزه خبري غونډه کې ویلي چې دا موضوعات «د ایران او افغانستان د خبرو-اترو په لړ کې د اندیښنې وړ موضوعات دي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله ښوولې چې که دواړه اړخونه د ګاونډیتوب اړیکو ته ارزښت ورکړي، دا خبرې به دوام ومومي او یوې پایلې ته به ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز ویلي چې دا هیواد تل په افغانستان کې د امنیت او پایدار ټیکاو غوښتونکی دی.
ده ویلي: «د یوه هیواد بهرنی سیاست د یوه یا څو کسانو په ګومارنې او بدلولو سره نه بدلېږي. په مشخصو چوکاټونو او د څرګندو بهیرونو په قالب کې له ګاونډیانو سره د اړیکو په شمول د بهرنيو سیاسي موضوعاتو په تړاو د هر هیواد دریځونه تعینېږي او د هیوادونو د اوږدمهالو ګټو او ملاحظو له مخې پر اوږدمهالو او لنډمهالو ویشل کېږي او په تړاو یې پرېکړه کېږي.»
تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې دا ډله له ایران سره ښې اړیکې لري او د دواړو اړخونو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران او طالبان له یوه-بل سره پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتي.
مګر په عین مهال کې ځیني وختونه له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې او سرحدي مسایلو پر سر جنجالونه را منځ ته کېږي.