اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په عینو مېنه کې «نامعلومو وسله والو» یو ۲۷ کلن ځوان په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ځوان د تېرې یکشنبې ورځ (۱۹ د کب) مازدیګر مهال د کندهار ښار اړوند عینو مینې په ۲۹م سړک کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د وژل شوي ځوان هویت معلوم نه دی او جسد یې د طالبانو پولیسو په همدې موخه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیسو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د دې وژنې انګېزه او عاملین معلوم شوي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په سویل کې وسله والې غلاوې او وژنې زیاتې شوي، چې دې چارې خلک اندیښمن کړي او د طالبانو حکومت څخه یې د مخنیوي غوښتنه کوي.