close
DAWN

په پاکستان کې پر اورګاډي برید؛ بلوڅ بېلتون غوښتونکو په سلګونو مسافر یرغمل کړي

اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو منلې ده چې یو مسافر وړونکی اورګاډی چې شاوخوا ۵۰۰ مسافر پکې سپاره وو، د وسلوالو له لوري پرې برید شوی دی.

د رویټرز له راپور سره سم، د پاکستان د اورګاډي ادارې ویلي چې «جعفر ایکسپریس» نومی اورګاډی نن (سې‌شنبه، ۲۱ د کب) د بلوچستان ایالت له کوټې ښار څخه پېښور ته روان و چې د پیهرو کونري او ګادالار تر منځ پرې ډزې شوې دي او اړ کړل شوی دی چې تم شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دې برید کې د اورګاډي چلوونکی سخت ژوبل شوی او یو شمېر نور مسافر هم ژوبل دي.

د رویټرز په وینا، «د بلوڅانو د ازادۍ پوځ – بي ایل اې» د دې برید مسوولیت منلی دی. دې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په برید کې یې شاوخوا شپږ پاکستاني پوځیان وژلي هم دي. یادې ډلې ویلي چې تر سلو زیات پاکستاني پوځیان ورسره یرغمل دي او ګواښ یې کړې چې که د پلټنې په موخه عملیات پیل شي، نو یرغمل کسان به ووژني.

یو شمېر پاکستاني خبریالانو هم ویلي چې دې ډلې ټول مسافر یرغمل نیولي دي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د یرغمل شویو په اړه څه نه دې ویلي.

د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې بېړني اقدامات یې اخیستي او ټول ځواکونه یې له وضعیت سره مقابلې ته چمتو دي.

بلوڅ وسلوالو تر دې وړاندې هم پر مسافر وړونکو ګاډو بریدونه کړي.