اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد امنیتي ځواکونو د اورګاډي له یرغمل شویو څخه ۱۵۵ مسافر خوشې کړي او په دې عملیاتو کې ۲۷ وسله وال هم وژل شوي دي.
جیو نیوز د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې عملیات به د وروستي وسله وال تر ماتې پورې دوام وکړي.
تېره ورځ یو اورګاډی چې ۴۰۰ مسافر یې له کوټې څخه پېښور ته لیږدول، د بلوچستان د بولان په سیمه کې تر برید لاندې راغی.
د دې برید مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.
امنیتي سرچینو څرګنده کړې چې وسله والو چې ځینو یې د ځانمرګو واسکټونه په تن کړي وو، له مسافرو څخه د انساني ډال په توګه کار اخیسته.
دغو سرچینو زیاته کړې چې د یرغمل شویو کسانو د شتون له امله، امنیتي ځواکونه په خورا احتیاط سره عمل کوي.
د کوټې څخه پېښور ته د اورګاډي سفر، چې له ۳۰ ساعتونو څخه زیات وخت نیسي، مختلف تم ځایونه لري او لږ تر لږه د ۱۱ ښارونو څخه تېرېږي، چې پکې سیبي، ژاکوب اباد، روهړي، خانپور، بهاولپور، خانیوال، ساهېوال، لاهور، ګوجرانواله او اسلاماباد شامل دي.
د ژغورل شویو مسافرو څخه یو ویلي: «ډزې وشوې، خو د خدای په فضل، پوځ او د ایف سي پرسونل موږ خوندي ځای ته ورسولو.»
په ورته وخت کې، د پاکستان د ریل پټلۍ چارواکو وویلي، چې د بولان میل او جعفر ایکسپریس لاینونه، چې له کوټې څخه د هیواد نورو برخو ته فعالیت کوي، د دریو ورځو لپاره ځنډول شوي دي.
د ریل پټلۍ د چارواکو په وینا، د اورګاډي خدماتو د ځنډولو پریکړه په بولان کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي د برید وروسته شوې.