اطلاعات روز: د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې د تیز باران پرمهال پر یو کور اسماني تندر لویدلی، چې له کبله یې یو ۱۴ کلن هلک ژوند بایللی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تندر تېره شپه (سې شنبه، ۲۱ د کب) ماسخوتن ۹:۰۰ بجې د سیدکرم ولسـوالۍ اړوند «سیجنک» کلي کې پر یو کور غورځیدلی دی.
راپور کې راغلي، چې په دې پیښه کې یو ۱۴ کلن هلک ژوند بایللی او ۵ کسان نور ټپيان شوي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
دوی زیاتوي، چې ټپيان د درملنې په موخه د پکتـيا حوزوي روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پکتیا او ګڼو نورو ولایتونو کې ورښتونه پیل شوي دي.