اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت د دغې ډلې له زندانونو څخه دوه زره ۴۶۳ بندیان خوشې شوي دي.
د دغې محکمې په اعلامیه کې چې نن (شنبه، ۹ د وري) خپره شوې، راغلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ، د درې زره ۱۵۲ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
د طالبانو د سترې محکمې د اعلان سره سم، چې د دوی د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ، د کوچني اختر په مناسبت بندیان بخښل شوي یا د هغوی سزا کمه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې چارواکو تیر کال ویلي و، چې د دې ادارې تر کنټرول لاندې زندانونو او توقیف خونو کې له ۲۰زرو ډیر کسان ساتل کېږي.
د دې ادارې لپاره د طالبانو رییس احمد یوسف مستري په وینا، چې د دوی په زندانونو کې ۱۱زره کسان بندیان دي، چې ۱۰۰۰ یې ښځې دي. د هغه په خبره، په بنديانو کې شاوخوا ۷۰۰ کوچنيان شامل دي.
د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې تېر کال هم د روژې په میاشت، کوچني اختر او لوی اختر کې درې زره او ۲۰۰ بندیان خوشې شوي وو.