اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له یوې امریکایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان پر طبیعي سرچینو د پانګونې ور د امریکا په شمول ټولو ته پرانیستی دی.
ده له «سي بي ایس نیوز» سره په خبرو کې ویلي چې طالبان چمتو دي، د افغانستان پر طبیعي سرچینو د پانګونې فرصت د ټرمپ دولت ته وسپاري.
اوس مهال چین له دې فرصت څخه استفاده کوي او له طالبانو سره یې د طبیعي سرچینو د استخراج په برخه کې ګڼ تړونونه کړي دي.
په عین مهال کې بلخي ویلي: «موږ باوري یو چې ګټې مو پراخې دي، په ځانګړې توګه د افغانستان د طبیعي سرچینو په برخه کې زموږ دروازې ټولو ته پرانیستې دي. موږ د متحده ایالاتو په شمول له ټولو سره د نوي څپرکي په پرانیستنه بوخت یو. زموږ دروازې په سوداګرۍ کې د ټولو لپاره، د ټولو هغو هیوادونو لپاره چې په طبیعي سرچینو یا بل هر څه کې ګټې لري، پرانیستې دي.»
د طالبانو ویاند د افغانستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز چې د مرکزي بانګ د پانګونې د خوشي کېدو په بدل کې یې په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات غوښتي و، رد کړی او ویلي یې دې چې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه د افغانستان د وګړو پانګه ده او له کوم قید او شرط پرته باید خوشي کړل شي.
بلخي په افغانستان کې پاتې شوي نظامي تجهیزات هم د افغانستان شتمني بللې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر رسېدو وړاندې او د خپل کار تر پیلولو وروسته په ځلونو له طالبانو د امریکایي نظامي تجهیزاتو پر اخیستنې ټینګار کړی دی.
ده ویلي چې که طالبان پیسې غواړي، نو امریکایي نظامي تجهیزات باید بیرته راکړي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په تازه توګه یو امریکایي پلاوي کابل ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.
د دې پلاوي تر سفر وروسته طالبانو یو یرغمل امریکایي وګړی هم خوشي کړی دی.
امریکا هم د خپل وګړي تر خوشي کېدو وروسته د سراج الدین حقاني پر سر د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه لغو کړه.
دا د طالبانو او امریکا په اړیکو کې نوی څپرکی بلل کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ډله «د درناوي او متقابلو ګټو پر اساس له ټولو اړخونو په ځانګړې توګه امریکا سره واقعي تعامل ته تیاره ده».
د دې وزارت ویاند له «سي بي ایس نیوز» سره په خبرو کې ویلي چې طالبان په واشنګټن کې د سفارت د پرانیستنې هڅه کوي.