اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده وایي چې فقر او شتمني ورکول د خدای له لوري دي او مسلمانان باید په دې برخه کې له چا شکایت ونه کړي.
د طالبانو مشر نن (یکشنبه، ۱۰ د کب) د کندهار په عیدګاه مسجد کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال وویل چې شتمن باید پر فقیر رحم وکړي او فقیر باید شتمن ته دعا وکړي او پر حال «راضي» شي.
هبت الله اخوندزاده ویلي، کوم فقیر چې «صابر» وي، وایي: «خدای پرېکړه کړې ده چې زه به فقیر یم او زه د خدای په پرېکړه قانع یم. د خدای پر تقدیر ایمان لرم او همداسې تقدیر یې راته ټاکلی او له هیچا ګیله نه لرم چې دا فقر د فلاني له لوري پر ما راغلی دی، فلان او فلان هیڅ نشي کولای.»
هبت الله اخوندزاده دا خبرې په داسې مهال کې کړې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هیواد کې د فقر کچه لوړه شوې او میلیونونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د روان میلادي کال پر مهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري او ۱۵ میلیون نور وګړي د غذایي امنیت په بېړني وضعیت کې دي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ماشومانو او حاملو او شیدو ورکوونکو میندو تر منځ د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.
د خوړو د نړیوال پروګرام له راپور سره سم، د روان میلادي کال پر مهال به ۳.۵ میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي او ۱.۲ میلیون حاملې او شیدې ورکوونکې میرمنې له خوارځواکۍ کړېږي.