close

هلمند کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: له هلمند څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې یوې ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې.

د سیمې یو اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه پرون د کوچیني اختر په لومړۍ ورځ (یکشنبه،۱۰ د وري) رامنځته شوې او نوموړې نجلۍ د خپل کور له بام څخه ځان اچولی او سمدستي مړه شوې ده.

د سرچینې په وینا، د پېښې کره لامل تر اوسه نه دی روښانه خو ګومان کېږي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې وي.

د پېښې په اړه تر اوسه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي چې لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او ټولنیز محدودیتونه بلل کېږي.