close

وسلوالو غلو کندهار کې یو ځوان وژلی دی

اطلاعات روز: له کندهار څخه ځايي سرچينې وايي چې وسلوالو غلو د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې يو ځوان وژلی او موټرسایکل يې ترې اخیستی دی.

ځایي سرچیني وایي چې دا پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۱۰ د وري) د ارغنداب ولسوالۍ د «پیروزکلاچې» سیمې کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، نامعلومو وسلوالو کسانو پر یو ځوان برید کړی، هغه یې په ډزو وژلی او موټرسایکل یې ورڅخه تښتولی دی.

سرچينې ويلي چې بریدګر له سیمې تښتیدلي دي او تر اوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې چې د اختر په ورځو کې غلاوې زیاتې شوې او د کندهار په ګډون هیوادوال د غلاوو له زیاتوالي شکایت کوي.