اطلاعات روز: سوشیټیډ پریس د پاکستان د دولتي اسنادو پر اساس راپور ورکړی چې دې هیواد د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو بهیر د اپریل میاشتې تر لسمې پوري ځنډولي.
د دې رسنۍ له راپور سره سم چې نن (دوشنبه، ۱۱ د کب) خپور شوی، د پاکستان دولت د کوچني اختر د را رسېدو له امله د افغان کډوالو د شړلو بهیر ځنډولی دی.
له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د افغان کډوالو د داوطلب شړل کېدو لپاره د پاکستان دولت له لوري ورکول شوی مهلت نن پای ته رسېږي او ټاکل شوې وه چې د دې هیواد پولیسو له سبا د نیولو او جبري شړلو بهیر پیل کړی وای.
د پاکستان د دولت د پرېکړې له مخې، د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د ثبت کارتونو لرونکي کډوال د دې هیواد له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو نورو ښارونو ته انتقالېدل او پاتې کډوال افغانستان ته شړل کېدل.
د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو د پاکستان دا پرېکړه د کډوالو د حقونو نقض بللی او د لغو کېدو غوښتنه یې کړې.