اطلاعات روز: سرچینې او د ترافیکو طالب مسوولین خبر ورکوي چې په نیمروز، کندهار، زابل، میدان وردګ او غزني کې د ترافیکي پېښو له امله لس تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
د کندهار ولايت د ترافيکو مدیريت لپاره د طالبانو مسوولين وایي چې لومړۍ پيښه نن سهار (دوشنبه، ۱۱ د کب) د کابل-کندهار پر لويه لار د زابل د شاجوی ولسوالۍ سره نږدې د يوه «فیلډر» او »ميرا» موټر ترمنځ شوې چې له امله يې د «فیلډر» موټر چلوونکی او يو بل کس وژل شوي او دوه کسان ټپيان دي.
د ترافیکو د یاد مدیریت په وینا، دوهمه پېښه سهار د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ کې د يوه «لوکسل» موټر د اوښتو له امله شوې ده چې يو کس پکښي وژل شوي او دوه ټپيان دي.
همدا راز، غرمه مهال د کابل-کندهار پر لويه لار د غزنې جنډې سيمه کې د يوه بار وړونکي موټر او «فیلډر» موټر ترمنځ ترافيکي پيښه شوې چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د دې مدیريت د مسوولينو په وینا، بله پېښه نن غرمه مهال د غزنې ولايت په مقر کې د يوه «ويټس» موټر او موټرسايکل ترمنځ شوې چې له امله يې موټر سايکل چلوونکی مړ شوی.
ترافیکي مسولينو همداراز ويلي چې نن تر غرمي وروسته د زابل د شاجوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه «فورنر» موټر اوښتو له امله یو کس ټپي شوی او همدارنګه د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوو «فیلډر» موټرو ټکر کړی چې له امله يې دوه کسه مړه شوي او ۳ نور ټپيان دي.
همدارنګه د کابل-کندهار پر لويه لار په ميدان وردګو کې هم شمال ته د تلونکو ميلهوالو موټر اوښتی او له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي.
له دې سره-سره، د نیمروز په دلارام کې هم ټکر شوی او له کبله یې موټر چلوونکی مړ شوی دی.
د کندهار ولايت د ترافيکو مدیريت لپاره د طالبانو مسوولين وایي چې له يادو ترافيکي پيښو څخه زياتي یې د کوچنيو موټرو او موټر سايکلانو ترمنځ شوې دي.
د دې مدیريت د مسولينو په خبره چې د يادو پيښو ډيری قربانيان له جنوبي ولايتونو څخه شمالي ولايتونو ته تلونکي مېله وال دي.
د هغوی په خبره چې پيښې ډيرې د نقله وسايطو د بي احتياطې چلونې له امله رامنځته شوې دي.
کابل-کندهار لويه لار يوه له مهمو لارو څخه ده او زيات وخت ورباندي ترافيکي پيښې رامنځته کيږي.