close

هلمند کې «ناپېژانده وسله‌والو» د طالبانو یو قاضي او د هغه ملګری په ډزو ووژل

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسله‌والو» د ګرشک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د محکمې قاضي مولوي عبدالحمید او د هغه ملګری عبدالودود په ډزو وژلي دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وايي، چې دا پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۲ د وري) د سنګین ولسوالۍ اړوند یوې دښته کې رامنځته شوې.

سرچینې زیاتوي، چې مولوي عبدالحمید د هلمند په ګرشک کې د طالبانو د محکمې قاضي و او ملګری یې عبدالودود هم د طالبانو غړی و او اصلي د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې پرون سنګین ولسوالۍ ته پر لاره نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان ولې وژل شوي دي او نه هم د پیښې مسوولیت چا په غاړه اخیستی دی.

هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسله والو له لوري د هدفي وژنو او وسله‌والو بریدونو پېښې زیاتې شوې دي.