close

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه؛ دوه کسه وژل شوي او څلور ټپیان دي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په چپرهار ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند سید حماد طیب ویلي چې شخړه نن (چهارشنبه، ١٤ د وري) د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولتزیو» سیمه کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ شوې.

د نوموړي په وینا په دې پېښه کې له دواړو لوریو څلور کسان ټپيان شوي هم دي.

حماد زیاته کړې چې طالب سرتیرو د یادې پېښې په تور یو شمېر کسان هم نیولي چې اوس ترې په امنیې قومندانۍ کې څېړنې روانې دي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو ترمنځ دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، شخصي دښمنۍ او د ځمکو پر سر شخړې بلل کیږي.