close

طالبانو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبو بندیز لګولی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کرکټ پر لوبو بندیز لګولی دی.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه بندیز ځایي طالبانو تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د وري) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ډکې» سیمه کې پر ځوانانو وضعه کړې دی.

سرچینه د یاد بندیز لامل د کرکټ لوبې پرمهال د نندارچانو له خوا د ملي بیرغ وړل یادوي، چې له همدې کبله لومړی طالبانو له ځوانانو سره لفظي شخړه کړې او بیا یې په سیمه کې د کرکټ لوبې د نامعلوم وخت لپاره ځنډولي دي.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا زیاته کړه، چې طالبانو د کرکټ په میدان کې یو شمېر ځوانان له دې امله شکنجه کړي چې د ملي بیرغ ننګه یې کوله. 

د سرچینې په وینا طالبانو دغلته تر امر ثاني د کرکټ پر لوبې بنديز لګولی او زیاته کړې یې ده، که هر څوک یې له پرېکړې سرغړونه وکړي له زنداني کېدو سربېره به لس زره افغانۍ جریمه هم ورکوي.

مونږ هڅه وکړه په دې اړه ننګرهار کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو نظر هم ولرو، خو بریالي نشوو.

طالبانو له دې څه موده وړاندې په خوست کې هم یو شمېر ځوانان د ملي بیرغ په ننګه شکنجه کړي وو.