اطلاعات روز: د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د موسېسې (PICSS) له شمېرو سره سم، د مارچ میاشتې پرمهال په پاکستان کې د وسله والو بریدونه زیات شوي او تر سلو اوړي.
د ډان نیوز له راپور سره سم، دې موسېسې د تېري میلادي میاشتې پرمهال د ۱۰۵ بریدونو خبر ورکړی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په یوه میاشت کې تر ټولو زیات بریدونه دي.
په دې بریدونو کې د ۷۳ امنیتي کسانو، ۶۷ ملکیانو او ۸۸ وسله والو په ګډون ټولټال ۲۸۸ تنه وژل شوي دي.
ډان نیوز لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پر خلاف سخت عملیات کړي او له کبله یې د ۸۳ جنګیالیو، ۱۳ امنیتي کسانو او ۱۱ ملکیانو په ګډون ۱۰۷ تنه وژل شوي دي.
د دې رسنۍ په وینا، د ملکیانو په بریدونو او په ټوله کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۸۶ امنیتي کسانو، ۷۸ ملکیانو او ۱۷۱ جنګیالیو په ګډون ټولټال ۳۳۵ تنه وژل شوي دي.
ډان نیوز لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشت د ۲۰۲۳ تر جنورۍ وروسته په یوه لسیزه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو مرګونې میاشت ده.
بلوچستان او خیبرپښتونخو ایالتونه په پاکستان کې تر ټولو ناامنه سیمې بلل شوې دي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، د مارچ میاشتې پرمهال په پنجاب کې هم وسله والو پام وړ فعالیتونه کړي، هلته شاوخوا اووه بریدونه چې اکثریت یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته منسوبېږي، کړي دي.
د شمېرو له مخې، دا د تېرې یوې لسیزې پرمهال په پنجاب کې د وسله والو د پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.
پاکستان وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته په دې هیواد کې بریدونه زیات شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، وسله والو جنګیالیو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه په استفادې په پاکستان او په ځانګړي توګه د دې هیواد په شمال لویدیځو سیمو کې بریدونه کړي مګر طالبانو د دې پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې دي.