اطلاعات روز: یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی دی چې ټاکل شوې ده په جدي توګه د افغان کډوالو د شړلو دویمه مرحله له نن (پنجشنبه، ۱۴ د وري) څخه پیل شي.
په پېښور کې د افغان کډوالو په چارو کې د پاکستان د کمیسارۍ یوه لوړپوړي چارواکي ډان نیوز رسنۍ ته ویلي: «که څه هم ضرب الاجل د مارچ ۳۱مه وه، خو ایالتي حکومت د کوچني اختر له امله د اپریل ت دویمې تمدید کړه. اوس دویمه مرحله له [پنجشنبې] پیلېږي او موږ په لنډي کوتل او نصیر باغ کې کمپونه جوړ کړي دي.»
دې رسنۍ لیکلي چې د اختر له امله دوه ورځني تمدید بیلابیلي انګیرنې راپیدا کړې او ځینو سرچینو د کډوالو د ستنېدو لپاره د ټاکل شوي مهلت د تمدید خبره کوله.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی و چې دا موده د اختر د رخصتیو له امله د راتلونکې اونۍ تر لومړیو پورې تمدید شوې ده، په داسې حال کې چې اسوشیټیډ پریس ادعا کړې وه چې نیونې او شړنې د اپریل تر ۱۰ پورې ځنډول شوې دي.
د ډان نیوز له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د بیرته ستنیدنې لپاره د مهلت د تمدید ادعا رد کړې او ویلي یې دې چې هیڅ ډول تمدید نه دی شوی.
د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د کمیسارۍ ویاند قیصر خان افریدي ډان نیوز ته ویلي چې ملګري ملتونه د دولت د پرېکړې له امله اندیښمن دي، ځکه ښایي د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو کسانو تر منځ داسې افراد وي چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا ولري.
ښاغلي افریدي ډان نیوز ته ویلي: «موږ له دولت څخه غواړو چې د هغوی وضعیت ته له بشرپالي اړخه وګوري. موږ همدا راز د پاکستان او افغانستان تر منځ د تعامل غوښتونکي یو، تر څو بیرته ستنیدنه داوطلبانه او ابرومندانه وي.»
د پاکستان دولت د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو (آی سي سي) ته د مارچ تر ۳۱ پورې وخت ورکړی و چې له دې هیواده ووزي.