اطلاعات روز: د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) نن (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) اعلان کړی، چې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو څخه ډیر افغان وګړي له ایران څخه خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ډیری یې په جبري ډول اخراج شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند اوند عزیز آغا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د جون له لومړۍ نیټې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې، له ایران څخه ۲۳۳ زره او ۹۴۱ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې یوازې د جون له ۲۱مې تر ۲۸مې پورې د ۱۳۱ زره او ۹۱۲ کسانو راستنېدنه ثبت شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې له جنورۍ میاشتې تر دې دمه له ایران څخه ۶۹۱ زره او ۴۹ تنه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې ۷۰ سلنه یې جبري اخراج ته اړ ایستل شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، تیره اونۍ د څو ورځو لپاره د ورځني راستنیدونکو شمیر تر ۳۰ زرو پورې رسیدلی و او اټکل کېږي چې دا شمیره به د ټاکل شوې مخکې نور هم لوړ شي.
ایراني چارواکو د جولای شپږمه غیر قانوني افغان کډوالو لپاره د وتلو وروستۍ نیټه ټاکلې ده.
د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته، د کډوالو فشار او شړل زیات شوي ځکه چې د ایران دولتي رسنیو افغان اتباع د اسراییلو لپاره په جاسوسۍ تورن کړي دي.
د ایران لوی څارنوال محمد موحد آزاد ویلي، چې غیر قانوني بهرني اتباع باید ژر تر ژره له ایران څخه ووځي، که نه نو سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي.
دا مهال، راستنیدونکي په عمده توګه کډوالې کورنۍ دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د طالبانو د حکومت د شمیرو له مخې، یوازې پرون دوه زره او ۷۹۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او د نیمروز ابریشم پُل له لارې له ایران څخه افغانستان ته راغلې دي.
په ورته وخت کې، له پاکستان څخه د کډوالو راستنیدل هم روان دي.
د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو ایستلو داسې مهال زور اخیستی، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی. د بیکارۍ او فقر بحران سربیره، د سرپناه او کورونو نشتوالی هم په یو بحران بدل شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان له لوی بشري بحران سره مخ دی.
دغه سازمان د راستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.